د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیواد ئې د ایران ټول فعالیتونه له نژدې څاري او د دغه هیواد له اقداماتو په بشپړ ډول خبر دئ.
ټرمپ ویلي، امریکا هغه فعالیتونه هم څاري چي ایران د خپلو رادارونو او توغندیزو سیستمونو د بیا جوړولو له پاره ترسره کړي.
هغه ټینګار کړی چي ایران حتی خپل عادي حرکات هم له امریکايي څار څخه نه سي پټولی او واشنګټن د دغه هیواد ټول تحرکات څاري.