د پاکستان د بلوچستان پوليسو ويلي، چي د دغه ايالت په نوشک ولسوالۍ کي پوليسو پر يوه موټر ټکان کړي

د پاکستان د بلوچستان پوليسو ويلي، چي د دغه ايالت په نوشک ولسوالۍ کي پوليسو پر يوه موټر ټکان کړي، چي له امله ئې يو افغان وژل سوی دئ.
د پوليسو په وينا چي په دغه پېښه کي دوه نور افغانان او يو موټر چلوونکی ټپي سوی دئ.
د هغوی په خبره چي پوليسو موټر چلوونکي ته د درېدو امر کړی وو؛ خو هغه نه و درېدلی، چي وروسته پوليسو ټکان پر کړي او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.