د کویټ پوځ وايي، هوايي دفاعي سیستمونه ئې د ایران له لوري د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د شنډولو له پاره فعاله سوي دي.
د کویټ پوځ د پنج شنبې په سهار په یوه اعلامیه کي ویلي، دفاعي سیستمونه ئې د ایران له لوري د توغندیو او ډرونونو د نیولو او له منځه وړلو په حال کي دي.
پوځ له خلګو غوښتي چي د امنیتي ادارو سپارښتني او د خوندیتوب لارښووني مراعت کړي.
چارواکو زیاته کړې،د چاودنو اورېدل کېدونکي ږغونه ښايي د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا د دغو اهدافو د شنډولو له امله وي.