د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی چي د دغه هیواد د نیومکسیکو ایالت نوم دي نیو امریکا ته بدل سي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی چي د دغه هیواد د نیومکسیکو ایالت نوم دي نیو امریکا ته بدل سي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي ټرمپ ويلي، د نیومکسیکو ایالت باید ژر تر ژره خپل نوم بدل کړي.
د هغه په وینا، د نوم بدلون به د دغه ایالت اعتبار، د کورونو بیې او د خلګو عواید لوړ کړي.

خو د نیومکسیکو دیموکرات سناتور، بن رې لوهان، د ټرمپ له وړاندیز سره مخالفت کړی او ویلي ئې دي چي د دغه ایالت نوم څو سوه کلن تاریخ لري او اوسېدونکي ئې پر خپل تاریخ او هویت ویاړي.
ټرمپ تر دې مخکي هم د ځینو جغرافیایي سیمو د نومونو د بدلولو هڅي کړي دي.