د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له ایران سره په هر ډول خبرو کي دوه اساسي شرطونه لري؛ لومړی دا چي هرمز تنګی باید د نړۍوالو کښتیو پر مخ پرته له خنډه خلاص وي او دوهم دا چي تهران باید د اټومي وسلو له ترلاسه کولو تېر سي.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کي وویل، که دغه شرطونه ومنل سي، امریکا به نور په سیمه کي د پاته کېدو اړتیا ونه لري.
هغه زیاته کړه چي هیواد ئې د انرژۍ له پلوه پیاوړی دئ او د نفتو تولید ئې د نړۍ د سترو تولیدوونکو هیوادونو په پرتله لوړ سوی دئ.
د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي ازادي د نړۍوالي سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد له پاره مهمه ده او باید د هر ډول محدودیت څخه پرته فعاله وساتل سي.