د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د هغه په امر د امریکا پوځ د ایران د خارک ټاپو پر پوځي هدفونو قوي هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
ټرمپ په خپلي ټولنیزي شبکې تروت سوشیل کي لیکلي چي په دې بریدونو کي د ياد ټاپو ټول پوځي هدفونه له منځه وړل سوي دي.
هغه ويلي د امریکا وسلې ډېري پرمختللې دي، خو د اخلاقي دلایلو له امله ئې د ټاپو د تېلو زیربناوي نه دي په نښه کړي.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، چي که ایران د هرمز تنګي له لاري د کښتیو د ازاد تګ راتګ مخه ونیسي، نو واشنګټن به خپل دریځ بدل کړي.
ټرمپ همداراز ټینګار کړی، چي ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.