د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکایي ځواکونو یو ځل بیا په ایران کي د توغندیو اړوند مرکزونه، د پوځي څارني تاسیسات

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکایي ځواکونو یو ځل بیا په ایران کي د توغندیو اړوند مرکزونه، د پوځي څارني تاسیسات، مخابراتي شبکې، د هوايي دفاع سیستمونه او د بې‌پیلوټه الوتکو ځیني مرکزونه په نښه کړي دي.
ټرمپ ايران ته خبرداری ورکړی، چي که ایران په هرمز تنګي کي پر سوداګریزو بېړیو بریدونو ته دوام ورکړي، متحده ایالات به خپل پوځي اقدامات نور هم پراخ کړي.
هغه ويلي: «کېدای سي داسي پړاو راورسیږي چي نور د زغم توان ونه لرو او هغه عملیات چي پیل سوي، په بشپړ ډول ئې پای ته ورسوو. که دا کار وسي، ایران به له سختو پایلو سره مخ سي.»