د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د یکشنبې سهار په خپره کړې اعلامیه کي د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون ویلي

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د یکشنبې سهار په خپره کړې اعلامیه کي د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون ویلي، چي د سیریک پر سیمي د امریکا بریدونه به د هرمز تنګي پر وضعیت د دې ځواک پوځي برلاسی او څارنه له منځه یونه سي.
په اعلامیه کي راغلي، هغه بېړۍ چي د دوی په خبره له مقرراتو سرغړونه وکړي، په نښه کول ئې نورو بېړیو ته د تګ راتګ اصول ور په یادوي.
سپاه پاسداران همداراز په سیمه کي د امریکا پوځي اډو ته خبرداری ورکړی او ویلي ئې دي، چي د دغو اډو له پاره جلا حساب لري او په راتلونکو ورځو کي به دغه اډې په جهنم بدلي کړي.