ایران د یکشنبې په ورځ د امریکا هغه تازه هوايي بریدونه غندلي، چي په دغه هيواد کي ئې کړي دي

ایران د یکشنبې په ورځ د امریکا هغه تازه هوايي بریدونه غندلي، چي په دغه هيواد کي ئې کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د امريکا دغه بريدونه د اوربند له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ياده خبرپاڼه کي ويلي، چي د امریکا وروستي بریدونه ښيي چي واشنګټن خپلو ژمنو ته ارزښت نه ورکوي او پر خپلو تعهداتو نه درېږي.

اعلامیه زیاتوي، ایران به د امریکا د هر ډول پوځي برید پر وړاندي د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دغه څرګندوني پر داسي مهال کېږي، چي په وروستیو ورځو کي د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات سوی او د سیمي د امنیت په اړه اندېښنې هم ورسره پراخي سوي دي.