د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې اداره وایي

د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې اداره وایي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو درو میاشتو کي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کي ۳۰.۷۲ کیلومتره مربع مځکه له ماینونو او نورو ناچاودو توکو پاکه سوې ده.
د دغې ادارې د مرستیال ویاند، تاج محمد همت، په وینا دا پاک‌کاري د ماین پاکۍ له همکارو مؤسسو سره په ګډه ترسره سوې ده.
نوموړي زیاته کړه چي د عملیاتو پر مهال ۱۸۹۹ کړۍ ماینونه او ناچاوده مهمات هم راټول، خوندي ځایونو ته لېږدول سوي او له منځه وړل سوي دي.

د چارواکو په خبره، د ماینونو پاکول د خلګو د ژوند خوندیتوب، د کرنیزو ځمکو د بېرته کاروني او د سیمو د عادي ژوند د بیا رغېدو له پاره مهم ګام ګڼل کېږي.
د یادوني وړ ده چي افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو توکو له پلوه د نړۍ له ډېرو ککړو هيوادونو څخه شمېرل کېږي او شاوخوا زر کیلومتره مربع مځکه ئې لا هم په دغو چاودېدونکو توکو ککړه پاته ده.