د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وړاندیز ئې کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وړاندیز ئې کړی، چي د اتلانتیک یا ارام سمندر نوم دي ټرمپ سمندر ته واړول سي؛ خو د ګوګل شرکت ورسره موافقه نه ده کړې.
ټرمپ ویلي د ټرمپ سمندر په نوم نقشه ئې ګوګل ته لېږلې وه، خو د شرکت استازو ئې وړاندیز رد کړی دئ.
ټرمپ په ۲۰۲۵ کال کي هم د یوه فرمان له مخي د مکسیکو خلیج نوم د امریکا خلیج ته بدل کړی و او ګوګل دغه بدلون د خپلي نقشې په امریکایي بڼه کي پلی کړی و.

نوموړي تر دې مخکي د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پر مهال د هرمز تنګي نوم د ټرمپ تنګي ته د بدلولو وړاندیز هم کړی و.