د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له فلوریډا څخه سپیني ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له فلوریډا څخه سپیني ماڼۍ ته تر ستنېدو وروسته، له خبریالانو سره د ایران د وروستیو تحولاتو په اړه خبري وکړې.
ټرمپ وویل: "ایران د سرې کرښي د اوښتو په حال کي دئ، خو دا نه وایم چي موږ به کله، چېري یا څنګه اقدام وکړو."
ټرمپ ټینګار وکړ چي د ایران د اعتراضونو راپورونه هر ساعت ترلاسه کوي.

ټرمپ د ایران د مشرانو په اړه وویل: "هغوی مشران نه دي، بلکي د زور له لاري حکومت کوي. موږ دا موضوع ډېره جدي نیسو او پوځ هم دا موضوع ارزوي. موږ ډېر قوي انتخابونه پر ميز لرو."
ټرمپ زیاته کړه چي ایران یوه ورځ مخکي له امریکا سره تماس نیولی او د یو نوي اټومي تړون په اړه ئې د خبرو وړاندیز کړی دئ: "کېدای سي له هغوی سره ووینو، یو ملاقات تنظیموو، خو د روانو اعتراضونو له امله کېدای سي له دې لیدنې مخکي اقدام ته اړتیا وي."
هغه د ایران د خلګو د انټرنټ د قطع کېدو او له نړۍ سره د اړیکو د نه شتون په اړه وویل: "زه به له ایلان ماسک سره خبري وکړم، کېدای سي د سټارلینک له لاري په ایران کي انټرنېټ بېرته فعال کړو."