د ايران د بشري حقونو سازمان په نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي د ايران حکومت يو افغان وګړی، د قتل په تور اعدام کړی

د ايران د بشري حقونو سازمان په نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي د ايران حکومت يو افغان وګړی، د قتل په تور اعدام کړی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان د کرج په قزل حصار زندان کي د څلورو نورو کسانو سره اعدام سوی دئ.
دغه افغان شپږ کاله وړاندي د قتل په تور نيول سوی و. اعلاميه ليکي، چي نوموړی اعدام سوی افغان فرهاد حيدري نومېږي او اصلي د هرات ولايت اوسېدونکی دئ.

بايد وويل سي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغي پېښي په اړه تراوسه پوري په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.