د ايران د جګړې په اړه د نوي ډهلي چوپتيا څه مانا لري؟

د ايران د جګړې په اړه د نوي ډهلي چوپتيا څه مانا لري؟
ليکوال: انتوني ويجيليوس کلېمنټ
سرچينه: مدرن ډيپلوماسي.

د امريکا او اسرائيلو جګړه د ايران پر ضد به بې له شکه د اسيا په کچه سياسي حسابونه بدل کړي. يو ځل بيا څرګنده سوه چي ځواکمن قدرتونه خپله اراده پر کمزورو دولتونو تپي او هغوی اړ باسي چي د هغوی ګټي ومني. په داسي حالاتو کي نړيوال قانون يا د ژنيو تړونونه نور د مخنيوي ځواک نه لري؛ ان دا هم نه سي ويل کېدای چي نن د اعتراض کولو توان لري. هغه نړيوال نظم چي د لوېديځ تر مشرتابه لاندي جوړ سوی و، اوس د زوال په درشل کي ولاړ دی، او د ټرمپ په دوره کي آن د متحدينو لپاره هم ډېر درناوی نه ليدل کېږي.
دا حالت ښايي بېجينګ ته فرصت برابر کړي چي د خپل پوځي يا ډيپلوماټيک نفوذ له لارې تايوان له اصلي چين سره يوځای کړي. منځني قدرتونه له کافي ملاتړ پرته د يو ستر قدرت پر وړاندي د مقاومت توان نه لري. سره له دې، هند چي ځان د نړيوالي کچي د يو راټوکېدونکي قدرت په توګه ګڼي، بايد مسؤليت واخلي او د نړيوالي سولي مخکښ ږغ وګرځي. دا زموږ اخلاقي دنده ده چي د خپل تېر ميراث دفاع وکړو. د سړې جګړې په کلونو کي د هند پخوانيو صدراعظمانو همداسي زړورتيا ښودلې وه او د هېڅ ستر قدرت د فشار يا باج غوښتنې پر وړاندي نه وو شا ته تللي.
همدې کار د هند ستراتيژيکه خپلواکي د درناوي وړ ګرځولې وه. عمومي باور دا و چي هند نه يوازي د خپلو ګټو له مخه عمل کوي، بلکي د نړيوال ثبات او سولي پر وړاندي هم مسؤليت لري. خو نن ورځ هند د دې له امله تر پوښتني لاندي راغلی چي د هغو اقداماتو پر وړاندي چوپ پاته سوی چي د ځينو له نظره د امريکا له لوري د ونزويلا د حاکميت نقض بلل کېږي.

د امريکا لخوا د ايران پر ضد د جګړې په ترڅ کي د ايران ستر مذهبي مشر ووژل سو، او ايران هم په ځواب کي د هرمز تنګي له لاري د انرژۍ د لېږد په بهير کي پراخ ګډوډی رامنځته کړ؛ داسي اقدام چي د نړۍ اقتصاد يې سخت اغېزمن کړ.
په دې حساسو شېبو کي «ويشوګورو» چيري دی؟ دا د سانسکريت کلمه ده چي معنا يې «د نړۍ استاد» ده. خو د هند د صدراعظم نريندرا مودي ږغ چي ځان ته همدا نوم ورکوي، بشپړ غايب دی. په داسې حال کي چي بېګناه خلک وژل کېږي، ښوونځي په نښه کېږي، د نفتو بيې بې ساري لوړيږي او آن د هند په ځينو سيمو کي د سوداګريز مايع ګاز برابرول ستونزمن سوي دي.
همدارنګه شاوخوا نهه ميليونه هندي اتباع چي د خليج په هېوادونو کي ژوند کوي، له نامعلوم راتلونکي سره مخامخ دي. په داسي حالت کي د هند د بهرنيو چارو وزير اړ سوی چي له ايراني چارواکو څخه وغواړي څو د هغو بېړيو امنيت تضمين کړي چي د هرمز له تنګي څخه د هند لپاره مايع ګاز او نفت لېږدوي.

تر هر بل هېواد زيات، هند به د خليج په سيمه کي د هر ډول جګړې له امله ژر اغېزمن سي. خو بيا هم د جګړې له لومړۍ ورځي څخه د هند حکومت داسې ډيپلوماسي خپله کړې چي هېڅ منطقي دولت به يې نه غوره کوي. مودي ډېر ځله باور درلود چي چوپتيا د بهرنۍ تګلاري يوه لاره کېدای سي. خو د جګړې په لومړۍ ورځ ــ هغه ورځ چي د ايران ستر مشر ووژل سو ــ د هند حکومت آن دومره هم ونه کړل چي يو عاجل د تسليت پيغام خپور کړي.
د جګړې په دوهمه اوونۍ کي بحران د هند تر شا سيمي يعنې د هند سمندر ته ورسېد. مودي د جنوبي ايالتونو په انتخاباتي غونډو کي په لوړ اواز ويل چي «د هند سمندر، د هند سمندر دی». دا خبري ښايي د احساساتو پارولو لپاره ګټوري وي، خو هغه مهال چي د ايران جنګي بېړۍ «دينا» د يوه پوځي تمرين څخه تر راستنېدو وروسته د سريلانکا د ګاله له ساحل څخه شاوخوا څلوېښت سمندري ميله ليري د امريکا د يوې اوبتلي له خوا په توغندۍ وويشتل سوه او ډوبه سوه، د هند له صدراعظم څخه هېڅ غبرګون ونه ليدل سو. په دې پېښه کي شاوخوا اتيا کسان ووژل سول.
د ټولنيزو شبکو کاروونکو دا پېښه داسي توصيف کړه: لکه زموږ يو مېلمه چي زموږ په کورنۍ محفل کي د يو بل دوست له خوا ووژل سي.

ايران د هند دښمن نه دی؛ لکه څنګه چي اسرائيل هم زموږ دښمن نه ګڼل کېږي. هند آن له اسرائيلو پرمختللي وسلې هم پېرې. خو د هند يو مخکښ سياستوال يو وخت ويلي و چي د ستر قدرت مقام چا ته ډالۍ نه ورکول کېږي؛ بلکي بايد د قوي پوځ، اقتصادي انضباط او پرېکنده ستراتيژيکو ګامونو له لاري ترلاسه کړل سي.
هند له کلونو راهيسي هڅه کوي چي په نړيوال نظام کي د ستر قدرت مقام ته ورسېږي. خو کله چي د يوه پخواني دوست، يعني ايران، بېړۍ زموږ په خپله شاوخوا سيمه کي تر بريد لاندي راځي، «ويشوګورو» بشپړ ناپېژندل کېږي.
ولي هند په داسې حال کي چوپ دی چي ستراتيژيک ملګری يې پرله پسې نړيوال قانون له پامه غورځوي؟ ولي د مودي د ډيپلوماسۍ ټيم د ونزويلا او د ايران د جګړې په اړه چوپ دريځ غوره کړی دی؟ ايران څنګه بيا پر هند باور کولای سي، په داسې حال کي چي نوي ډهلي آن په دې بحران کي خپل ږغ نه پورته کوي؟

هند څنګه کولای سي له ايران سره خبرې وکړي، په داسي حال کي چي د دې جګړې په اړه يې هېڅ دريځ نه دی نيولی؟ دا ټولې پوښتني اوس په عامه فضا کي پراخي مطرح کېږي.
د ايران د جګړې په اړه د هند چوپتيا يو ساده تاکتيک نه دی؛ بلکي دا ښيي چي د هند ستراتيژيکه خپلواکي د امريکا پر وړاندي تسليم سوې ده. د لوېديځې اسيا د بحران په اړه دا چوپتيا د مودي د حکومت کمزوري بربنډوي او دا شک پياوړی کوي چي ښايي ډونالډ ټرمپ په رښتيا هم نريندرا مودي ته د هند د بهرنۍ تګلارې لارښوونه کوي.