د ايران دولت اعلان کړی، چي د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوۍ په تور ئې يو افغان اعدام کړی.
د هغوی په خبره چي دغه اعدام سوی کس حسين پدران نومېږي او موساد ته د جاسوسۍ په تور نيول سوی و.
د ايران حکومت وايي چي هغه په اصفهان ولايت کي د توغنديزو بريدونو په اړه موساد ته حساس معلومات ورکول.