د ايران رسنيو د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د ايران د دولت له خوا د هرمز تنګی بېرته تړل سوی دئ. ايران وايي دغه تنګی د امريکا د پرلپسې ژمنو ماتولو له امله بېرته پخواني حالت ته تللی او تړل سوی دئ.
راپور زیاتوي، تر هغه وخته چي امریکا د ایران څخه د کښتيو پر تګراتګ لګېدلي محدودیتونه پای ته ونه رسوي، دا تنګی به د ایران د وسلهوالو ځواکونو تر سخت کنټرول او مدیریت لاندي پاته وي
بايد وويل سي چي تېره ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي و، چي د هرمز تنګی د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاص دئ.