د ايران پوليسو ويلي، چي دوه تنه افغان سوداګر ئې د انسان تښوونکو د منګلو څخه ژغورلي دي

د ايران پوليسو ويلي، چي دوه تنه افغان سوداګر ئې د انسان تښوونکو د منګلو څخه ژغورلي دي.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان سوداګر د ۲۵ ورځوراهيسي په يو څاه کي ساتل او د هغوی د کورنیو څخه ۶۰۰ زره امريکايي ډالرو د پيسو غوښتنه کړې وه.
د پوليسو په وينا چي دغو غلو به د يادو سوداګرو څخه د شکنجې ويډيوي کولې او د کورنيو څخه ئې د پيسو غوښتنه کول.

پوليسو ويلي، چي یاد دواړه سوداګر شپږکسیزي ډلي تښتولي وو او لومړی د دې ډلي مشر «آرش» نیول سوی و، چي د ارش تر نیول کېدو وروسته د تښتول سوو کسانو د ساتني ځای د تهران د مرتضی‌ګرد سیمي په یوه کرونده کي تثبيت سو او دواړه سوداګر چي هلته په یوه څاه کي ساتل کېدل ژغورل سوي دي.