د ايران څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کي د غور ولایت پخوانی استازی کرام الدین رضا زاده په يوه وسله وال برید کي د سې شنبې په ورځ ټپي سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي هغه د ايران په کرج ښار کي دوو موټر سايکل سپرو ويشتلی او ټپي کړی دئ، چي تر بريد وروسته روغتون ته انتقال سوی دئ.
رضا زاده په ولسي جرګه کي د غور ولايت استازی، پخوانی م.جاهد او د عبدالرب رسول سیاف نژدې سړی و.
د دغي پېښي په اړه تر اوسه د ايران حکومت څه نه دي ويلي.