د ايټاليا لومړۍ وزيره: د درو افغانانو او يوه پاکستاني ژوندي سوځول ستر جنايت

د ايټاليا لومړۍ وزيره: د درو افغانانو او يوه پاکستاني ژوندي سوځول ستر جنايت دئ
د ايټاليا لومړۍ وزير په دغه هيواد کي د درو افغانانو او يوه پاکستاني ژوندي سوځول غندلي دي او دغه ئې ستر جنايت بللی دئ.
هغې ويلي، چي دغه پېښه يو وحشي عمل دئ او عاملين به ئې عدالت ته وسپارل سي.

بايد وويل سي، چي د ايټاليا په کالابريا سيمه کي دغه کسانو موټر ته اور اچول سوی وو او څلور سره په دغه اور کي ژوندي سوځول سوي وو.