د ایران انټرنیټ فعال خو د ټولو لپاره نه!
تر درې اوونیو ډېر وخت وروسته له هغه چي د ایران حکومت د خپل تاریخ تر ټولو سخت د انټرنېټ پرېکون عملي کړ، اوس د نړيوال انټرنېټ له اتصال ته د بېرته راګرځېدو نخښي ښکاري؛ خو بیا هم لاسرسی بېثباته دی او داسي ښکاري چي په شدیده توګه کنټرولېږي.
د انټرنېټ پراخ پرېکون د دې لپاره بلل سوی چي د معلوماتو بهیر مهار کړي، په ځانګړي ډول د هغو راپورونو د مخنیوي لپاره چي د امنیتي ځواکونو لهخوا د معترضینو پر وړاندي د زور زیاتي سرکوب په اړه خپرېدل. دا سرکوب، د بشري حقونو د بنسټونو په وینا، په تر ۲۰۰ زیاتو ښارونو کي د زرګونو کسانو د وژل کېدو سبب سوی دی. د انټرنېټ د حقونو څارونکي وایي، دا اعتراضونه ښايي د ایران حکومت ته دا زمینه برابره کړې وي چي د انټرنېټ پر کنټرول د خپل اوږدمهاله پلان پلي کول چټک کړي؛ داسي اقدام چي په عادي حالاتو کي به له پراخ مخالفت سره مخ کېدی.
د مسعود پزشکیان د حکومت له لومړنیو ژمنو څخه یوه د فیلټرېنګ ختمول وو، خو تر وروستیو اعتراضونو وړاندي د واک دننه د بېلابېلو ډلو ترمنځ اختلافاتو دا موضوع عملاً نهحل کېدونکې کړې وه. سره له دې، د «طبقاتی انټرنېټ» د پلي کېدو خبرې وخت ناوخت اورېدل کېدې او د هغې د بنسټیزو چوکاټونو د چمتو کېدو نښې هم لیدل کېدې.
اوس، تر نږدې درې اوونیو نږدې بشپړ پرېکون وروسته، هغه کارپوهان چي د ایران د انټرنېټ اتصال څاري وایي، د ټرافیک معلومات ښيي چي شاوخوا ۵۰ سلنه لاسرسی د پرېکون تر مخکیني حالت ته بېرته راګرځېدلی دی. خو دوی دا لاسرسی ناپایدار بولي. دې وضعیت دا پوښتنه راپورته کړې چي څوک، په کومو شرایطو، کولای سي ازاد ډول نړیوال انټرنېټ ته وصل سي.
ډاګ مادوري، د کنتیک شرکت (چې په کالیفورنیا کي مېشت دی او د انټرنېټ ټرافیک اندازه کوي) د انټرنېټ د شنني مشر، بيبيسي ته ویلي چي د ایران د انټرنېټ چلند د بشپړ فعالېدو سره ورته نه دی:
«هغه څه چي موږ یې وینو، عادي حالت ته بېرته ستنېدل نه دي. اساسي پلاتفورمونه د ورځي په بېلابېلو ساعتونو کي کله خلاصېږي او کله بندېږي.»
هغه وایي دا بڼه ښايي دا وښيي چي چارواکي لا هم د انټرنېټ د ټرافیک د بندولو یو نوی سیستم تنظیموي یا ازموي. د هغه په باور، معلومات ښيي چي بدلونونه لحظهيي پلي کېږي، نه دا چي یو ثابت او پایدار بېرته راګرځېدنه وي.
مادوري زیاتوي چي د دې بڼې تشریح کول اسانه نه دي، ځکه د شبکې چلند د ورځې په اوږدو کي بدلېږي. د ټرافیک د معلوماتو پر بنسټ، دا امکان رد نه دی چي ایراني چارواکي د انټرنېټ د بندولو لپاره یو نوی سیستم ورو ورو جوړوي یا تنظیموي؛ چي دا ښيي بدلونونه تر ډېره د لحظهيي ازموینو پایله ده، نه د یو دوامدار عادي حالت نښه.
اصلاحطلبي ورځپاڼي «شرق» د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چي د ځینو چارواکو د ادعاوو سره سره، لا هم ډېری کاروونکي بشپړ لاسرسی نه لري او یوازي په لنډو، مقطعي وختونو کي، هغه هم تر څو ځله هڅو وروسته، وصلېدای سي.
د شرق په وینا، په ایران کي د انټرنېټ لاسرسی به عملاً په څو کچو ووېشل سي؛ له بشپړ پرېکون څخه نیولې تر عادي لاسرسي پوري. دا ورځپاڼه لیکي چي انټرنېټ په ۸ کچو وېشل کېږي؛ ۸مه کچه بشپړ پرېکون، او اوله کچه عادي انټرنېټ دی. د سرچینو په حواله ویل سوي چي د ملي امنیت عالي شورا ژمنه کړې چي اوسنی لاسرسی، چي په ۵مه کچه کي دی، به لوړېږي او ۲مې کچي ته به ورسېږي؛ یعني عادي انټرنېټ ته یوازې یو ګام پاته دی. خو بهرني پیغامرسوونکي لکه واټساپ به لا هم محدود وي.
په همدې وخت کي، په وروستیو ورځو کي ډېرو کاروونکو راپور ورکړی چي د ګوګل مېټ، ټیلیګرام، فېسبوک مېسنجر او فېسټایم له لاري یې له بهره هېواد سره اړیکه نیولې ده.
د بشري حقونو بنسټونه وایي، د انټرنېټ پر اتصال دا کنټرول د معترضینو پر ضد د سرکوب د معلوماتو د بهیر په محدودولو کي مهم رول لوبولی دی. د انټرنېټ پرېکون د جدی پر ۱۸مه پیل سو، هغه مهال چي اعتراضونه زور واخیست او امنیتي ځواکونو په مرګوني زور ځواب ورکړ.
د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا) ویلي چي تر ۸ بهمن پوري، د اعتراضونو له پیل (۷ جدی) راهیسي د لږ تر لږه ۶۴۷۹ کسانو وژل کېدل تایید سوي دي. له دې شمېر څخه ۶۰۹۲ معترضان، ۲۱۴ حکومتي او نظامي کسان، او ۵۵ غیرمعترض ملکي وګړي دي. هرانا وایي چي د نورو ۱۷۰۹۱ راپورونو څېړنه لا روانه ده.
سره له دې چي د اوږدمهاله انټرنېټي محدودیتونو اقتصادي لګښتونه ډېر درانه دي او د سوداګرو فشار هم زیات سوی، خو داسي ښکاري چي د ایران حکومت لا هم د نړیوال انټرنېټ پر محدودولو ټینګ ولاړ دی. د نوملیکنې او د صلاحیت د تایید له لاري انټرنېټ ته لاسرسی، د «طبقاتی انټرنېټ» د پلي کېدو په لړ کي ارزول کېږي؛ یعني سمه اييزه، وختلرونکي او د څار او هویتپېژندني پوري تړلي لاسرسي، چي د اقتصادي فعالانو له سختو نیوکو سره مخ سوي دي.
د انټرنېټ د ازادۍ څارونکو تر دې مخکي خبرداری ورکړی وو چي ایراني چارواکي په بېړه د هغو سیستمونو او مقرراتو پر جوړولو بوخت دي چي موخه یې د ایران پرېکون له نړیوال انټرنېټ سره دی.
د انټرنېټ د حقونو څارونکي وایي، هغه څه چي اوس روان دي، د یوه داسي سیستم ورو ورو پلي کېدل دي چي پکښي انټرنېټ ته لاسرسی مشروط، انتخابي او د تایید پوري تړلی دی. هغوی هیله نه لري چي ازاد انټرنېټ بېرته را وګرځي، تر څو چي د ایران په حاکمیت کي د دې تګلارې د بدلولو لپاره سیاسي اراده رامنځته نه سي.