د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په تېرو دوو اوونیو کي پنځه افغان خبریالان د پاکستان د پولیسو له خوا نيول سوي او تر څو ورځو بند وروسته بېرته ازاد سوي دي.
امسو زیاتوي، که څه هم یاد خبریالان بېرته ازاد سوي؛ خو په پاکستان کي د افغان خبریالانو له پاره امنیتي ستونزي، غیرقانوني نیوني او ګواښونه اوس هم جريان لري.
د امسو په وینا، د جمهوریت له سقوط وروسته لسګونو خبریالانو افغانستان پرېښی او پاکستان ته کډوال سوي؛خو د هغوی ژوند هلته د نا امنۍ او بې‌ثباتۍ له امله د ننګونو سره مخ دئ.

دا سازمان له نړۍوالو او بشري حقونو بنسټونو غوښتنه کوي، چي په پاکستان کي د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي او د هغوی د خوندیتوب له پاره بېړني اقدامات وکړي.