د روسیې د بېړني حالاتو وزارت وايي، چي یوه روزنیزه الوتکه د دغه هيواد د اورینبورګ په سیمه کي لوېدلې ده، چي له امله ئې درې تنه، چي یو ښوونکی او دوه زدکړیالان وو وژل سوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، دا الوتکه د سنټ پیټرزبورګ د ملکي هوایي چلند په پوهنتون پوري مربوط وه.
د دغه وزارت په وينا دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د اورسک ښار ته نژدې رامنځ سوې ده.
د روسيې چارواکي وايي چي د دغه پېښي د علت معلومولو اړوند ئې څېړني پيل کړي دي.