د ایران او امریکا اوږده دښمني
لیکوال: نیل مکفارکوهر
منبع: نیویارک ټایمز
د دواړو هېوادونو حکومتونو د څو لسيزو په اوږدو کي يو بل ډېر ځله د «دښمن» او «شر» په نوم ياد کړی دی. همدې روايت ورو ورو د دښمنۍ يو دوامداره کړۍ رامنځته کړې او بالاخره يې اوسني جګړې ته لار هواره کړې ده.
په داسې حال کي چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران پر ضد د جګړې د موخو په بيانولو کي کله ناکله بېلابېل او بدلېدونکي دريځونه لري ــ يوه ورځ د رژيم د بدلون خبره کوي او بله ورځ د سمدستي اټومي ګواښ د مخنيوي يادونه کوي ــ خو په يوه خبره کي تر ډېره ثابت پاته سوی دی: هغه دا جګړه د اوږدې تاريخي دښمنۍ او شکايتونو پايله بولي.
ټرمپ د فبرورۍ په ۲۸ مه د دې جګړې په اړه په خپله لومړۍ وينا کي وويل:
«د ۴۷ کلونو راهيسي د ايران رژيم د “مرګ پر امريکا” شعارونه ورکوي او د وينو تويولو او پراخو وژنو يو نه پای ته رسېدونکی بهير يې پيل کړی دی؛ داسي بهير چي امريکا، زموږ ځواکونه او د ډېرو هېوادونو بېګناه خلک يې هدف ګرځولي دي.»
هغه څو ځله ټينګار وکړ چي اوس د دې ګواښ د پای ته رسولو وخت رسېدلی دی.
دا څرګندونې د هغه روايت يوه برخه ده چي د کلونو راهيسي د امريکا په سياست کي تکرارېږي. د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له وخته چي محمدرضا شاه پهلوي ــ د امريکا نږدې متحد ــ نسکور سو، تر اوسه هيڅ هېواد د ايران په اندازه د امريکا لپاره ستونزې نه دي جوړې کړې. د دواړو هېوادونو د سياسي موخو بنسټيز اختلاف څو ځله هغوی د جګړې تر درشل پوري رسولی دی.
په مقابل لور کي ايران هم امريکا «ستر شيطان» بللی دی. د امريکا او اسرائيلو پر ضد شعارونه نږدې په ټولو رسمي غونډو، د جمعې لمانځو او دولتي لاريونونو کي اورېدل کېږي. که څه هم ځينو ته ښايي دا يوازي تبليغاتي شعارونه ښکاره سي، خو په حقيقت کي دا د اسلامي جمهوريت د سياسي نظام له مهمو ستنو څخه يوه ده: يعنې په منځني ختيځ او له هغې هاخوا د امريکا د نفوذ کمزوری کول.
افشون اوستوار، چي د «جاه طلبۍ جګړې: امريکا، ايران او د منځني ختيځ لپاره سيالي» د کتاب ليکوال دی، وايي:
«امريکايان ښايي ايران ته چندان پام ونه کړي، خو ايران تل امريکا ته ژوره پاملرنه کړې ده او په ټينګه هڅه کوي هغه نړيوال نظم ګډوډ کړي چي د امريکا تر مشرتابه لاندي ګڼل کېږي.»
هغه زياتوي چي اسرائيل هم د دې معادلې مهمه برخه ده؛ ځکه ايران د حزب الله، حماس او حوثيانو په څېر د وسلوالو ډلو د پياوړتيا له لارې هڅه کړې چي اسرائيل د دښمنانو په يوه کړۍ کي راګير کړي. د ده په وينا، ايران له دې تګلارې سره هم خپلې موخې مخته وړي او هم د امريکا د پاملرنې په مرکز کي پاته کېږي.
د واشنګټن له نظره ايران د ۱۹۷۹ کال له انقلاب څو مياشتي وروسته د يو جدي ګواښ په توګه راڅرګند سو. په هغه وخت کي يو شمېر محصلانو او انقلابي ځواکونو په تهران کي د امريکا سفارت ونيو او د هغه ۵۲ کارکوونکي يې د ۴۴۴ ورځو لپاره يرغمل کړل. د ډيپلوماتيکو اصولو د نه مراعتولو له امله په امريکا کي دا تصور پياوړی سو چي ايران په يو «سرکش دولت» بدل سوی دی.
خو ايران بيا بله کيسه بيانوي. د تهران له نظره د دښمنۍ پيل ۱۹۵۳ کال ته رسېږي، هغه وخت چي د امريکا استخباراتي ادارې په هغه کودتا کي رول ولوباوه چي د ايران د صدراعظم محمد مصدق د نسکورېدو سبب سوه. مصدق هڅه کړې وه چي د ايران د نفتو صنعت ملي کړي، او همدې کار سبب سو چي شاه يو ځل بيا مطلق واک ته ور وګرځي.
په ۱۹۸۳ کال کي حزب الله ډلي، چي د ايران ملاتړ ورسره و، د بمونړ ډک موټر په وسيله په بيروت کي د امريکا د سمندري ځواکونو پر مرکز بريد وکړ. په دې بريد کي ۲۴۱ امريکايي سرتېري ووژل سول.
د ايران او عراق د جګړې پر مهال چي په ۱۹۸۰ کال کي پيل سوې وه، امريکا بغداد ته معلوماتي او نور ملاتړ ورکاوه. کله چي ايران د خليج په اوبو کي پر کښتيو بريدونه او د ماينونو ايښودل پيل کړل، د امريکا سمندري ځواکونو د نفتو ټانکرونه بدرګه کول.
په ۱۹۸۸ کال کي وروسته له هغه چي يوه امريکايي بېړۍ له سمندري ماين سره ولګېده، امريکايي ځواکونو د ايران پر نفتو سکو او ځينو سمندري واحدونو بريدونه وکړل.
په هماغه کال کي يوې امريکايي جنګي بېړۍ په تېروتنه د ايران يوه مسافري الوتکه د هرمز د تنګي پر سر وويشتله او ټول ۲۹۰ سپاره پکې ووژل سول. دا پېښه تر اوسه د ايران په تاريخي حافظه کي ژوندۍ پاته ده.
د ۱۹۹۰ لسيزې پر مهال د ايران اړوند ډلو د امريکا پر ګټو بريدونو ته دوام ورکړ. ځانوژونکو بريدګرو څو ځله د اسرائيلي اهدافو پر ضد بريدونه وکړل څو د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د سولې هغه بهير کمزوری کړي چي په ۱۹۹۳ کال کي پيل سوی و.
ايران د ۱۹۹۱ کال له جګړې وروسته په خليج کي د امريکا زياتېدونکی پوځي حضور هم هدف ګرځاوه. په ۱۹۹۶ کال کي په سعودي عربستان کي د امريکا د هوايي ځواکونو پر استوګنځي بريد وشو چي ۱۹ امريکايي سرتېري پکې ووژل سول.
په ۲۰۱۵ کال کي ايران له نړيوالو قدرتونو سره يو تړون ته ورسېد چي د هغه اټومي پروګرام يې محدوداوه. خو ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کي امريکا له دې تړون څخه وايستله او کړکېچ يو ځل بيا زيات سو.
په ۲۰۲۰ کال کي ټرمپ د شخړې کچه لا څرګنده کړه. په بغداد کي د امريکا د بې پيلوټه بريد په پايله کي قاسم سليماني، چي د ايران يو مهم پوځي قوماندان و، ووژل سو.
وروسته له هغه چي حماس په ۲۰۲۳ کال کي پر اسرائيلو بريد وکړ، د غزې جګړه پيل سوه او په ۲۰۲۵ کال کي د ايران، امريکا او اسرائيلو تر منځ يوې دولس ورځنۍ جګړې ته ورسېده. په هغه جګړه کي امريکايي او اسرائيلي الوتکو تهران بمبار کړ او لږ تر لږه شل لوړ پوړي پوځي قوماندانان ووژل سول. د ايران اټومي تاسيسات هم هدف وګرځېدل او ايران په ځواب کي پر اسرائيلو توغندي وتوغول.
يو سياسي شنونکی ليکي:
«هغه کسان چي له امريکا سره د پخلاينې غوښتونکي دي، واک نه لري؛ او هغه کسان چي واک لري، د پخلاينې اراده نه لري.»
اوسنی بحران، چي د دواړو هېوادونو تر منځ لومړۍ ښکاره جګړه بلل کېږي، تر اوسه د هغوی تر منځ تر ټولو سخته او اوږده مخامخ شخړه ګڼل کېږي.
افشون اوستوار وايي:
«په تېرو ۴۷ کلونو کي ايران تل له امريکا سره د ټکر په لټه کي و؛ او اوس بالاخره هماغه ټکر رامنځته سوی دی.