د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه ادعا کوي، چي د دغه هیواد په سویل کي ئې د قشم ټاپو پر فضا د امریکا یوه MQ-1 بېپیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د دغه ځواک په وینا، الوتکه وروسته له هغه په نښه سوې، چي د ایران د هوايي دفاعي سیستمونو تر څارني لاندي راغله.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه وايي، چي په تېرو څو شپو کي د ایران د هوايي دفاعي سیستمونو د ارزوني له پاره د امریکا استخباراتي او څارنیز فعالیتونه زیات سوي.
تر اوسه د امریکا چارواکو د ایران د دغي ادعا په اړه غبرګون نه دئ ښودلی.