د ایران د بشري حقونو اړوند سازمانو ويلي، چي د یکشنبې په ورځ د ايران دولت په بېلابېلو زندانونو کي ۱۱ بندیان اعدام کړي دي.
د راپورونو پر بنسټ، یاد کسان د نشهيي توکو د قاچاق او قتل په تورونو محکوم سوي وو او حکمونه ئې عملي سوي دي.
ویل کېږي چي دغه اعدامونه د نایین، نوشهر، اراک، بندرعباس، تبریز، قزوین، اردبیل، قم، سمنان او بروجرد په زندانونو کي ترسره سوي دي.
تر اوسه د دغو بندیانو د هویت په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره سوي، خو د بشري حقونو فعالانو بیا د اعدامونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ایراني چارواکو تر دې مهاله په رسمي توګه په دې اړه جزیات نه دي خپاره کړي.