پر پاکستان د افغانستان د ځوابي برید پایلې
وروسته له هغه چي پاکستان تېره ورځ د افغانستان پر خاوره بې رحمه بمباري وکړه، دې موضوع یوازي د غچ برخه پاته کړه.
د افغانستان له لوري پر پاکستان د احتمالي ځوابي برید موضوع نه یوازي پوځي، بلکي سیاسي، اقتصادي او سیمهییزې پایلي هم لرلای سي. که کابل د اسلاماباد وروستیو هوايي بریدونو ته په مستقیم پوځي اقدام ځواب ووایي، دا به د دواړو هېوادونو اړیکي له لا ډېر کړکېچ سره مخ کړي.
لومړی، پوځي پایلي: د دواړو وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ مستقیمه نښته کولای سي فرضي کرښه او سیمه په جګړهییز ډګر بدلي کړي. دا چاره به په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو، او د افغانستان ختیځو ولایتونو لپاره امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي. د تاوتریخوالي زیاتوالی ښايي غیر دولتي وسلوالو ډلو ته هم زمینه برابره کړي چي خپل فعالیتونه پراخ کړي.
دوهم، سیاسي پایلي: دا ډول اقدام به د نړیوالې ټولنې پام ځانته واړوي. هېوادونه لکه چین، قطر، ترکیه او سعودي چي مخکي یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کي رول لوبولی، ښايي د منځګړیتوب هڅې بیا پيل کړي. همدارنګه، د ۲۰۲۰ کال د Doha تړون موضوع به یو ځل بیا راپورته سي.
درېیم، اقتصادي پایلي: افغانستان تر ډېره د پاکستان له بندرونو، په ځانګړي ډول کراچي، څخه د سوداګرۍ لپاره استفاده کوي. هر ډول پوځي کړکېچ به د سوداګرۍ لاري وتړي، بیې به لوړي سي او دواړو هېوادونو کي به اقتصادي فشار زیات سي.
څلورم، بشري اغېزې: سرحدي ولسونه به د جګړې مستقیم زیان وویني. د بېځایه کېدو، ملکي تلفاتو او بشري بحران احتمال به زیات سي چي لا له مخکي کمزوری وضعیت به نور هم خراب کړي.
په ټوله کي که ځوابي برید یوازي د سیاسي پیغام ورکولو لپاره ترسره سي، پاکستان به وپوهېږي چي بیا دا کار ونه کړي او که مستقیم برید کېږي، خو اوږدمهاله پایلې یې د دواړو هېوادونو لپاره درني تمامېدلی سي، د کړکېچ دوام نه یوازي دوه ګاونډیان، بلکي ټوله سیمه له بېثباتۍ سره مخ کولای سي. د پوځي اقدام پر ځای سیاسي حللاري او مستقیمي خبرې ښايي د دواړو ملتونو په ګټه وي.
رضا مؤمند