د هلمند څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د هلمند څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کي د يکشنبې په ورځ زامنو خپل پلار وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي زامنو خپل پلار په تبر او بېلچه وهلی او وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه پېښه د کورنيو ستونزو له امله رامنځ ته سوې ده.

بايد وويل سي، چي ط..البانو تر اوسه د دغي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.