د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ایټالیا او رومانیا د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د ترسره سوي برید په ملاتړ او همکارۍ تورن کړه او په خبره ئې چي دغه هیوادونه باید د نړۍوالو قوانینو د نقض او پر ايران د تېري د اقدام له امله جواب ووایي.
بقایي دغه څرګندوني وروسته له هغه وکړې، چي د ناټو سرمنشي مارک روته ویلي وو، د امریکا الوتکو د حماسي قهر عملیاتو پر مهال له ایټالیا او رومانیا څخه د منځني ختیځ پر لور الوتني کړي وې.
هغه ادعا وکړه چي د ناټو او د ناټو د غړو هیوادونو دا ډول همکاري د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده.
په ورته وخت کي ایټالیا ویلي چي یوازي ئې لوژستیکي او ملاتړو الوتنو ته اجازه ورکړې او په بریدیزو عملیاتو کي ئې برخه نه ده اخیستې، خو رومانیا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.