د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي تهران چمتو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي تهران چمتو دئ، چي یو داسي توافق ومني چي له مخي ئې د بندیزونو تر لېرې کېدو وروسته، ایران تضمین ورکړي چي اټومي وسلې به نه جوړوي.
هغه زیاته کړې چي ایران غواړي د سیمي د امنیت او ثبات له پاره له ګاونډیو هیوادونو سره همکاري ولري او د‌ سيمي د ثبات او سولي ملاتړ کوي.
عراقچي تر دې مخکي همداراز ویلي، چي په اوسنیو شرایطو کي له امریکا سره د جدي خبرو زمینه نه ده برابره، او ټینګار ئې کړی چي د هر ډول واقعي خبرو اترو له پاره باید د ګواښ او فشار فضا له منځه ولاړه سي.