د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، امریکا په تېرو درو کلونو کي د اسرائیلو د توغندیز دفاعي سیستم د ملاتړ له پاره ۱۱ میلیارده ډالر لګولي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي، عراقچي ادعا کړې، چي امریکا د اسرائیلو د توغندیو د شنډولو له پاره تر اسرائیلو زيات لګښت کړی دئ‌.
نوموړي د امریکا پر پوځي ملاتړ نیوکه کړې او ویلي ئې دي، چي د واشنګټن او تل‌ابیب اړیکي یو اړخیزي سوي دي او نور د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ نه دي ولاړي.