د ایران د خوزستان ولایت چارواکي وايي

د ایران د خوزستان ولایت چارواکي وايي، عراق د ایران سره د شلمچې او چذابې سرحدي لاري د شنبې د سهار څخه تر بلي خبرتیا پوري تړلي دي.
د خوزستان د امنیتي چارو مرستیال ولي‌الله حیاتي ویلي، د دغو دروازو له تړل کېدو سره به له ایران سره د مسافرو تګ راتګ او د توکو لېږد هم ودرول سي.
دغه پرېکړي وروسته له هغه سوې چي په سعودي عربستان کي د تېلو پر یوې مهمي زېربنا د بې‌پیلوټه الوتکي برید وسو.

عراقي امنیتي سرچینو ویلي، بغداد د احتیاطي اقدام په توګه له ایران سره د شلمچې لار تړلې او په ورته وخت کي ئې د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو له پاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
سعودي عربستان هم ویلي چي د دغه هیواد ستراتېژیکه د تېلو نل‌لیکه د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کي په نښه سوې او ادعا ئې کړې چي برید کوونکي الوتکي د عراق له خاوري پورته سوي وې.