د ایران د دفاع وزارت ویاند رضا طلایينیک ویلي، چي د هرمز تنګی په بشپړ ډول د ايران د حکومت تر کنټرول لاندي دئ او په خبره ئې چي دا سیمه د هغوی له پاره په یوه مهمه کنټرولي وسیله بدله سوې ده.
هغه وايي چي ایران د دې لاري څخه د خپلو غوښتنو د پوره کولو له پاره کار اخلي.
د هغه په وینا، د عمان په سمندر کي د مخالفو ځواکونو فعالیتونه څو ځله د ایران د وسلهوالو ځواکونو له غبرګون سره مخ سوي او شاتګ ته اړ سوي دي.