د ایران د سپاه پاسدارانو هوايي ځواک وايي

د ایران د سپاه پاسدارانو هوايي ځواک وايي، په څو بالستیک توغندیو ئې د امریکا د الوتکو د انتقال يوې بېړۍ او همدارنګه پر يوې جنګي بېړۍ ئې په هرمز تنګي کي بريد کړی دئ‌.
سپاه په یوه اعلامیه کي ویلي، چي یادو امریکايي بېړيو د ایران د سمندري محاصرې او د ایراني بېړیو د تګ راتګ د مخنیوي په عملیاتو کي برخه درلوده.
د سپاه په وینا، له برید وروسته دواړو امریکايي بېړیو ته زیان اوښتی او د جګړې له سیمي وتلي دي.

سپاه ګواښ کړی چي که د امریکا پوځي فشار او سمندري محاصره دوام وکړي، پر امریکايي ځواکونو به لا پراخ پوځي بریدونه وکړي.