د تمدن تلوېزيون مشر محمدجواد محسني وايي، ط..البانو په کابل کي د خاتم‌النبیین مدرسې ۱۲ استادان نیولي دي

د تمدن تلوېزيون مشر محمدجواد محسني وايي، ط..البانو په کابل کي د خاتم‌النبیین مدرسې ۱۲ استادان نیولي دي.
محسني ویلي، ط..البانو د مدرسې د ودانۍ د خالي کولو له پاره د فشار اچولو په موخه دغه استادان نیولي دي.
معلوماتو له مخي، د ط..البان د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته يادي مدرسې ته ننوتلي او شاوخوا ئې امنیتي محاصره جوړه کړې وه.

سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو ځواکونو یو شمېر زده‌کوونکي هم وهلي او ډبولي دي.
د پېښي له امله یو شمېر خلګو د مدرسې مخ ته اعتراضي لاریون کړی، چي د راپورونو له مخي ط..البانو له اعتراض کوونکو سره هم تاوتریخجن چلند کړی دئ.