د ط..البانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندني ریاست د يکشنبې په ورځ د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کي د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
د ياد ریاست په وینا، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست کي د بارانونو او سېلابونو اټکل سوی.
دغي ادارې همداراز په لویدیځو، ختیځو، سويل ختیځو او مرکزي ولایتونو کي د سختو بادونو او دوړو اټکل هم کړی.