د ایران د سپاه پاسدارانو ویاند حسین محبي خبرداری ورکړی، که بریټانیا د ایران پر ضد په هر ډول پوځي عملیاتو کي له امریکا سره همکاري وکړي، ایران به ئې پوځي تاسیسات مشروع هدفونه وګڼي.
هغه ویلي، ایران د هر احتمالي برید پر وړاندي د مناسب جواب ورکولو بشپړ چمتووالی لري او د خپلي دفاع له پاره به اړین اقدامات وکړي.
محبي همداراز ادعا کړې، چي اسرائیل د ناسم معلوماتو په خپرولو سره هڅه کوي جګړه نوره هم پراخه او نور هیوادونه هم په دې جګړه کي داخل کړي.
دغه څرګندوني پر داسي مهال سوي، چي د بریټانیا نوي لومړي وزیر د خپلي دندي په لومړۍ ورځ وویل، امریکا کولای سي د اړتیا په صورت کي د ایران پر ضد احتمالي پوځي عملیاتو له پاره د بریټانیا له پوځي اډو استفاده وکړي.