د ایران د مجلس د داخلي چارو د کمیسیون غړي مرتضی محمودي ویلي دي چيد ایران دولت به هغو افغان کډوالو ته چي له درې لسیزو زیات وخت ئې په ايران کي ژوند کړی وي، اوږدمهاله د اوسېدو اسناد به ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چي دا پرېکړه د افغان کډوالو دوهم او دریم نسل ته هم شامله ده.
هغه همداراز ویلي چي دا اسانتیا به یوازي هغو کسانو ته ورکول کېږي چي عدلي او امنیتي سابقه ونه لري او د ایران د قوانینو مطابق ژوند او کار کوي.