د ایران د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کي د دې شورا د سرمنشي علي لاریجاني، د هغه د زوی مرتضی لاریجاني او همدارنګه د ملي امنیت شورا د دارالانشاء د امنیتي مرستیال علي رضا بیات وژل کېدل تائيد کړي.
يادي شورا ويلي، چي هغوی د اسرائیلو په برید کي وژل سوي دي.
باید وويل سي چي د اسرائیلو د دفاع وزارت يوه ورځ مخکي د علي لاریجاني د وژل کېدو خبر ورکړی و.