د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي اسماعیل کوثري متحده عربي امارات تورن کړي

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي اسماعیل کوثري متحده عربي امارات تورن کړي، چي د امریکا په وروستیو بریدونو کي ئې د ملاتړ رول لوبولی او خبرداری ئې ورکړی، چي تهران به د دې کار په بدل کي سخت غبرګون وښيي.
کوثري د فارس خبري اژانس سره په خبرو کي ادعا کړې، چي اماراتو امریکا ته د پوځي اډو، سون توکو او لوژستیکي اسانتیاوو په برابرولو کي مرسته کړې ده.
د هغه په وینا، دا اقدام د ایران له پاره د منلو وړ نه دئ.

هغه ويلي د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز د دریځ له مخي، هر هغه ځای چي د ایران پر ضد د بریدونو د ملاتړ سرچینه وګرځي، د ايران د احتمالي پوځي جواب مشروع هدف ګڼل کېږي.
کوثري زیاته کړه، که امارات او د هغه په وینا نور ملاتړي هیوادونه له دې ډول کړنو لاس وانخلي، نو د هغوی مهمې زېربناوي، لکه د نفتو او ګازو تاسیسات او د لېږد رالېږد شبکې به د ایران له سخت غبرګون سره مخ سي.