د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ په تفاهم کي د ایران د سیمهییزو متحدینو او لبنان ملاتړ یو له مهمو اصولو څخه ګڼل کېږي.
هغه دا څرګندوني د حزب الله ډلي د يوه غړي سره د لیدني پرمهال کړي او زیاته کړې ئې ده، ایران له خپل دریځ څخه هيڅ وخت نه پر شاکېږي.
هغه وايي ايران د امريکا سره خبري اتري د ځواک او مقاومت له دریځه پر مخ وړي.
قالیباف همدارنګه ادعا وکړه چي په سیمه کي تلپاته سوله یوازي د ایران د اسلامي جمهوریت له لاري امکان لري.
.