د ایران د پوهني وزارت اعلان کړی، چي د متحده ایالات امریکا او اسرائیل د وروستيو ګډو بريدونو په پايله کي د دغه هیواد ۱۷۰ زدهکوونکي او ښوونکي وژل سوي دي.
د ياد وزارت په رسمي خبرپاڼه کي راغلي: «تر اوسه ۱۷۰ زدهکوونکي او ښوونکي د امريکا او اسرائيلو د بريدونو له امله وژل سوي دي.»
تر دې مخکي، د ايران دولتي ټلوېزيون د فبرورۍ په ۲۸مه راپور ورکړی و، چي د میناب ښار، چي د هرمزگان ولايت کي موقعيت لري، د نجونو پر يوې ښوونځي د امريکا او اسرائيلو په برید کي ۱۵۳ ښوونکي او زده کوونکي وژل سوي دي.