حزب‌الله جګړې ته داخل سو؛ ولي اوس؟ ليکوال: علي حرب

حزب‌الله جګړې ته داخل سو؛ ولي اوس؟
ليکوال: علي حرب
سرچينه: الجزيره

له پنځلسو مياشتو څخه زيات وخت لپاره، حزب‌الله په عملي ډول يو يو اړخيز اوربند مراعتاوه او نژدې هره ورځ يې د اسرائيلو بريدونه بې له متقابل ځواب څخه زغمل.
دا حالت د هغې ډلي د کمزورۍ نښه بلل کېده چي يو وخت د سيمي د ځواکمن او وېروونکي ځواک په توګه پېژندل کېده. خو حزب‌الله چمتو نه و چي د تسليمۍ سپين بيرغ پورته کړي. دې ډلي تل د مقاومت او فشار ته د نه تسليمېدو دريځ خپل کړی او د بې وسلې کېدو غوښتني يې رد کړي دي.
اوس حزب‌الله بريد کړی دی؛ نه يوازي د اسرائيلو د پرله‌پسې سرغړونو په غبرګون کي، بلکي دا هم چي هغه څه پوځي وړتياوي چي تر اوسه ورسره پاته دي، د سيمه‌ييزې رواني جګړې په لړ کي د ايران تر څنګ وکاروي.

ايران د حزب‌الله اصلي ملاتړی ګڼل کيږي او د دې ډلې په تمويل او پوځي تجهيز کي يې مهم رول لوبولی دی. د تهران له ملاتړه پرته به د حزب‌الله د وسلو زېرمو بيا رغونه، د جنګيالو معاشونه او د دې ډلي ټولنيز پروګرامونه پر مخ وړل ډېر ستونزمن وي.
له همدې امله، د ايران د حاکم نظام بقا د حزب‌الله لپاره حياتي او برخليک ټاکونکی موضوع بلل کيږي. دغه لبناني ډله ښايي هڅه وکړي چي د ځواک اوسنۍ توازن بدل کړي؛ هغه توازن چي عملاً اسرائيلو ته په لبنان کي پراخه پوځي ازادي ورکړې ده.
خو لا څرګنده نه ده چي حزب‌الله تر کومه بريده کولای سي اسرائيلو ته جدي زيان ورسوي او يا هم ايران ته په دې شخړه کي اغېزمنه مرسته وکړي.

د دې ډلي لومړنی بريد د څو محدودو راکټونو توغول وو، چي انساني تلفات يې نه درلودل.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهيسي، کله چي اسرائيلو پر غزه پراخه جګړه پيل کړه، حزب‌الله زرګونه خپل جنګيالي له لاسه ورکړي دي. عمومي باور دا دی چي د دې ډلې پوځي څانګه د پام وړ کمزوري سوې ده. سربېره پر دې، حزب‌الله په لبنان کي له داسي ټولني سره مخ دی چي له پرله‌پسې جګړو او بحرانونو ستړې سوې ده.
د حزب‌الله کورنيو مخالفينو، په شمول د لبنان صدراعظم نواف سلام، پر اسرائيلو دغه بريد غندلی او ويلي يې دي چي دا کار به يوازي پر لبنان د اسرائيلو بريدونه نور هم زيات کړي.