د کنړ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د کنړ څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د پاکستان پوځ د دغه ولايت په خاص کنړ ولسوالۍ کي د افغان کډوالو پر کمپ باندي ټکان کړي دي، چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي په دغه بريد کي درې کوچنيان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.