د ایران د پوځ ویاند حسین محبي وايي، که امریکا یو ځل بیا پر ایران پوځي برید وکړي، تهران به دا ځل تر پخوا سخت جواب ورکړي.
محبي ویلي، ایراني ځواکونه د اوږدې مودې احتمالي جګړې له پاره چمتو دي او د نوي برید په صورت کي به د ایران پوځي غبرګون د پخواني حالت په څېر نه وي.
د نوموړي په وینا، ایران به د اړتیا په صورت کي د جګړې ساحه، د کارېدونکو وسلو ډولونه او پوځي هدفونه بدل کړي.
هغه ټینګار کړی چي تهران لا هم د خبرو اترو له پاره چمتو دئ خو په ورته وخت کي خپل پوځي چمتووالی هم ساتي.