د ایران د چابهار د ازادي سوداګریزي سیمي مشر محمد سعید اربابي ویلي

د ایران د چابهار د ازادي سوداګریزي سیمي مشر محمد سعید اربابي ویلي، د امریکا په هوايي برید کي د چابهار د ازادي سیمي د سمندري ترافیکو د کنټرول برج زیانمن سوی او په دغه سيمه کي یو ګودام هم په نښه سوی دئ.
د هغه په وینا، له برید سره سره د ازادي سیمي د موټرو د تخلیې او نورو خدماتو چاري پيل سوي.
بايد وويل سي، چي د امریکا د تازه هوايي بریدونو راپورونه د ایران د‌جنوبي سيمي څخه ورکول سوي او د بندرعباس، سیریک، چابهار، کنارک، بوشهر او ابوموسی ټاپو کي هم د چاودنو خبرونه ورکړل سوي دي.