د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، که امریکا د دواړو لورو ترمنځ سوي هوکړي ته ژمن پاته سي، ایران به هم خپل ژمني عملي کړي.
د هغه په وينا تفاهم یو دوهاړخیز بهیر دئ او د دواړو خواوو ژمنتیا ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چي ایران د بېمنطقه ګواښونو او تندو څرګندونو پر وړاندي د عقلانیت او انساني کرامت پر بنسټ پرېکړي کوي، خو د اړتیا په وخت کي به په قاطع او ځواکمن ډول له خپلو دریځونو دفاع وکړي.