د ایران پوليسو د يکشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په خراسان رضوي ولايت کي د افغان کډوالو يو موټر چپه سوی.
د هغوی په خبره، چي په دغه پېښه کي دوه افغانان او يو ايرانی وګړی وژل سوي دي.
د پوليسو په وينا چي په دغه پېښه کي څلور نور افغانان ټپيان سوي دي.
هغوی وايي چي ټپیان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.