د بادغيس ولايت د ط..البانو امنيتي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي تېره شپه د دغه ولايت د مرکز په باغکي سيمه کي د يوه کور خونه نړېدلې ده.
د هغوی په خبره په دغه پېښه کي يوه ښځه او څلور ماشومان وژل سوي دي. د سرچينې په وينا چي دغه خونه د وروستيو اورښتونو له امله نړېدلې ده.
د ط..البانو په حواله چي په تېره يوه مياشت کي تر سلو زيات کسان د سېلابونو، طبعي پېښو او د کورونو د نړېدو له امله وژل سوي دي.