د بادغيس ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په درهبوم ولسوالۍ کي د هغو ۱۴ کسانو د جنازې مراسم ترسره سوي، چي د ناقانونه سفر پر مهال د نیمروز ولایت په دښتو کي ئې د لوږي او تندي له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.
د سیمي اوسېدونکو ویلي، په دې مراسمو کي زرګونو کسانو، قومي مشرانو او د قربانیانو کورنیو ګډون کړی وو.
د معلوماتو له مخي، د جنازې له مراسمو وروسته به د دغو کسانو مړي په خپل پلرني ټاټوبي کي خاورو ته وسپارل سي.