د بادغيس څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د بادغيس څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په قلعه نو سيمي کي يو نجلۍ ځان د دوهم پوړ څخه غورځولی او وژل سوې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه نجلۍ شريفه نومېدل او ۱۹ کلنه وه، چي د جبري نکاح له امله ئې ځان وژنه کړې.
سرچينه زياتوي، چي دغي نجلۍ د کورنۍ په خوښه تازه کوزده کړې وه، چي له همدې امله ئې ځان وژنه کړې.

بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د خپلي خوښي خلاف ودونه او کورنۍ ستونزي د ښځو او نجونو د ځان وژني له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *